په کندهار کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د ولسوالیو د خالي بستونو لپارهیې نوماندان په نښه کړي او تر راتلونکو ورځو بهیې د ګمارنې چارې پيل شي.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس کندهار هغه ولایت دی چې له مرکز کابل څخه وروسته پهکې تر ټولو زياتو کسانو د راتلونکي ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې ده.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس تر ۵۰۰ زره زيات پر شرايطو برابر کسان په ټاکنو کې د ګډون په موخه ثبت شوي چې لسګونه زره پهکې مېرمنې دي.
له کندهار څخه ولسي جرګې ته ۱۱۲ کسان کانديدان دي چې ۱۳يې مېرمنې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس ډاکتر محمد هاشم درانی وایي، په کندهار کې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتووالي لومړني پړاونه بشپړ شوي او دوی اوس د ولسوالیو لپاره د خپلو مأمورینو د ګمارنې پر مېکانيزم کار کوي.
دراني وویل دوی د راتلونکو ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ قدم پر قدم مخته ځو ټول کوم بستونه چې مو اعلان ته ورکړي وه د هغو لېست برابر شوی په سبا او بل سبا کې به د رسنیو او مدني فعالانو په حضور کې ازموینه ځیني واخیستل شي."
ديني عالم او قومي مشر قاري مومن خان شېرمل بيا د ولسواکۍ او د ټولنې د پرمختګ لپاره په ټاکنو کې پر ګډون ټنګار کوي او وایي چې د تېر خلاف اوس د کندهار اوسېدونکي راوېښ شوي او په دغه مهم سياسي بهير کي به ګډون کوي.
بلخوا د کندهار اوسېدونکي وایي چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپارهيې خپل نومونه ثبت کړي او د ټاکنو په ورځ به خپل رأيه د اهل کسانو لپاره کاروي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې پر ٢٨مه تر سره شي.
د دغو ټاکنو لپاره له غزني پرته په نورو ټولو ولايتونو کې د کانديدانو نومليکنه شوې ده.
امنیتي بنسټونو د دغو ټاکنو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی دی.