په ارزګان کې په لومړي ځل د تاریخ تېرو خوراکي توکو د ټولولو کمپاين پيل شو

د ارزګان د ښاروالۍ رياست له لوري په لومړي ځل په ترينکوټ ښار کې د تاریخ تېرو خوراکي او غير خوراکي توکو د راټولولو کمپاين پیل شو.

د ښاروالۍ رياست مسؤلين وايي، په ترينکوټ ښار کې یې تر دې مهاله ۳ ټنه تاریخ تېري توکي راټول کړي دي.

د ترينکوټ د اوسېدونکو او د ولايتي شورا د غړو له خوا د ښاروالۍ رياست د دغه اقدام
هرکلی وشو او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې هم دغه ډول کمپاینونه ترسره شي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور