اجرائیه ریاست: افغان حکومت د خلکو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسؤل ترورېستی ډلې دي.

د ملي يووالي حکومت د څلورکلنې دورې پرمهال زرګونو ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور تر خپرېدو وروسته، د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په افغانستان کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې اصلي مسؤلین د افغانانو دښمنان دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د ملکي وګړو د خونديتوب په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړی دی.

امید میثم

دی وایي:

"کوم راپور چې د ملګرو ملتونو سازمان خپور کړی، د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي مسؤلین د افغانستان د خلکو دښمنان او ترورېستي ډلې دي چې زموږ په وړاندې نامشروع جګړه کوي."

ښاغلی میثم وايي، ترروېستي ډلې زیاتره وخت د ګڼې ګوڼې ځایونه لکه روزنیز مرکزونه، جوماتونه او لوبغالي په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل يوه تازه راپور کې ویلي چې د ملي يووالي د حکومت په څلورکلنه دوره کې په ځانمرګو بریدونو، چاودنو او حملو کې څلوېښت زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه څرګندونې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارک لاوکک افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر پرمهال کړې دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بشري حقونو کمېسيون د ملګرو ملتونو ياد راپور ته په اشارې سره وايي چې لا د افغانستان په لېرو پرتو سیمو او کلیو کې خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

د دې کمېسيون مشرې فوزیې کوفي ازادي راډیو ته وویل چې ښکېلو دواړو لورو د جګړې پرمهال د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه دی کړی.

فوزیه کوفي

نوموړې زیاته کړه:

"مخالفو لورو د غېر نظامیانو د جګړې فرهنګ ته هېڅ درنای نه دی کړی او حتی په ښځو او ماشومانو یې هم رحم نه دی کړی او هغه ځایونه چې غېر نظامیان پکې مېشت دي او د خلکو د ګڼې ګوڼې او راټولېدنې ځایونه دي، تر حملو لاندې راوستي."

په زیاتره مواردو کې د خلکو په کورونو کې هوايي بریدونه او د وسله والو مخالفینو له خوا د خلکو له کورونو د سنګر په توګه استفاده کول، په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لاملونه ښودل شوي دي.

په ورته وخت کې يو شمېر افغان کارپوهان وايي چې حکومت د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.

ودیر صافی

له ډلې یې ودیر صافي ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د ګڼو نورو کارونو ترڅنګ، د حکومت دوه عمده دندې دا دي چې د بهرنیو بریدونو په مقابل کې له خپلې خاورې دفاع او په کور دننه د خلکو امنیت ټینګ کړي چې له بده مرغه اوسنی حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، تر کومې چې بشري قواعدو ته درناوی او ملکي خوندیتوب ته پام ونشي، ښايي له دې هم وضعیت خراب شي.

راپور: محمد واصل وصال