چارواکي: د عراق په بصره کې پر هوايي ډګر څو توغندي ویشتل شوي

د عراق په بندري ښار بصره کې چارواکي وايي، د دې ښار پر هوايي ډګر د شنبې په ورځ څو توغندي ویشتل شوي دي.

د بصرې ښار په وروستیو څو ورځو کې د پرله پسې اعتراضونو شاهد دی چې کله ناکله له تاوتریخوالي سره هم مله وي.

په دې بریدونو کې د چا د مرګ ژوبلې یا د هوايي ډګر د فعالیت د ګډوډیو راپور نه دی ورکړل شوی، په همدې ورځ د عراق د روغتیا وزارت وویل چې د بصرې په اعتراضونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې شااوخوا ۳۰ زره کسان د ککړو اوبو له څښلو وروسته ناروغ شول.

د عراق روغتیايي چارواکو زیاته کړې، په دې اعتراضونه کې پنځوس کسان چې اته څلوېښت یې ملکیان او دوه یې پولیس دي، ټپیان شوي هم دي.

د جمعې په ورځ په بصره کې پارېدلو اعتراض کوونکو دغلته د ایران قونسلګرۍ ته اور واچوه.

مظاهره چیان دې قونسلګرۍ ته د عراق په کورنیو چارو کې د ایران د لاسوهنې د وسیلې په سترګه ګوري.