ګراندي: له پاکستان څخه د افغان کډوالو وتل له سولې سره تړاو لري

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وايي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې له دوامدارې سولې سره تړاو لري.

فلیپو ګراندي دا خبره پرون په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره تر کتنې وروسته وکړه.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا «یو این ایچ سي ار» په یوه بیان کې د ګراندي له قوله ویلي چې افغان کډوال به د تل لپاره په پاکستان کې پاتې نشي خو هغه مهال خپل هېواد ته ستنېدلی شي چې په افغانستان پراخه سوله او ثبات وي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو د وزارت ویاند حفیظ الله میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر خبرې تائید کړې:

"د افغان کډوالو د دوامداره ادغام لپاره یوه اساسي اړتیا د سولې ټینګښت دی چې افغان حکومت او نړیوال متحدان يې د هغې د تامین لپاره کار کوي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو مسول په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوې قانوني موده د روانې سیپتمبر میاشت په پای کې ختمېږي.