د صربستان ولسمشر الکسندر وچیچ د کوسوو له جمهور رئیس هاشم تاچي سره پرون خپل کتنه رد کړه.
ټاکل شوې وه چې وچیچ او تاچي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسولې فدریکا موګریني په کوربتوب په خپلو کې وویني او د صربستان او کوسوو ترمنځ د مځکې د تبادلې په اړه خبرې وکړي.
راپورونه وايي چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په جلا جلا ډول له مېرمن موګریني سره خبرې کړي دي.
کوسوو چې یو اعشاریه اته میلیونه نفوس لري په ۲۰۰۸ کال کې له صربستان څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ او له صربیا پرته د نړۍ ۱۱۵ هېوادونو په رسمیت وپېژنده.