اسرائیلي ځواکونو په غزې تراډه کې یو فلسطینی وژلی

اسرائیلي ځواکونو پرون په غزې تراډه کې یو فلسطینی وژلی او شاوخوا دوه سوه نور يې ژوبل کړي دي.

فلسطینیانو ته دا مرګ ژوبله په غزه کې د جمعې ورځې د پراخو اعتراضونو پر مهال اوښتې ده.

په غزه کې روغتیايي سرچینو رویترز اژانس ته ویلي دي چې وژل شوی فلسطینی یو ۱۷ کلن هلک و.

عیني شاهدان وايي، فلسطیني مظاهره چیانو پر اسرائیلي ځواکونو د ډبرو ګزارونه وکړل خو د اسرائیل پوځ بیا وايي چې د معترضانو له منځه پر دوی لاسي بمونه هم اچول شوي دي.

د تېرې مارچ میاشت راهیسې په غزه کې د جمعې د ورځو د اعتراضونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې اسرائیلي ځواکونو ۱۷۳ فلسطینیان وژلي او سلګونه يې ټپیان کړي دي.

د دواړو خواو ترمنځ د تاوتریخوالي په دې تازه څپه کې یو اسرائیلي سرتېری هم وژل شوی دی.