د هند لوړ رتبه ډیپلوماټ وجی ګهوسلې کابل ته سفر کوي

د هند د بهرنیو چارو د وزارت لوړ رتبه ډیپلوماټ وجی ګهوسلې راتلونکې اونۍ کې کابل ته سفر کوي.

هندي رسنیو ویلي دي چې ګهوسلې به له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د افغانستان د روان وضعیت، د سولې د پروسې او د ۷ تښتول شویو هندي انجینرانو د خلاصون لپاره پر روانو هڅو خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې دا هندی دیپلوماټ به له افغان مشرانو وغواړي چې له خپلمنځي اختلافاتو تیرشي او پر طالبانو تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې هندي رسنۍ وايي، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په نوې ډیلي کې له هندي مقاماتو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې او هندي لوري ته يې په قطر کې د امریکايي مقاماتو او طالب استازو ترمنځ د خبرو په اړه جزئیات ورکړل.