د عراق په بصرې ښار کې مظاهره چیانو د ایران قونسلګري وسوځوله

امنیتي چارواکي او عیني شاهدان وايي، د عراق په جنوبي ښار بصره کې پرون مظاهره چیانو د ایران قونسلګري لوټ کړه او ودانۍ يې وسوځوله.

عراقي مقاماتو ویلي دي چې د ایران پر قونسلګرۍ د قهرجنو مظاهره چیانو د برید پر مهال په قونسلګرۍ کې څوک نه وو.

معترضانو د ایران د قونسلګرۍ د سوځولو پر مهال تهران تورن کړ چې د عراق په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

د عراق جنوبي ښار بصره د ۳۰ کېلو مترو په واټن د ایران پولې ته پروت دی.

معترضانو تهران تورن کړ چې د عراق په کورنیو چارو کې مداخله کوي

د ایران حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په بصره کې له تېرې دوشنبې راهیسې خلکو د برښنا او څښلو د اوبو په ګډون د اساسي خدماتو د خرابوالي په اعتراض کې مظاهرې پیل کړي دي.

په بصره کې له تیرې دوشنبه راهیسې خلکو د بریښنا او څښلو د اوبو په ګډون د اساسي خدماتو د خرابوالي په اعتراض کې مظاهرې پیل کړي دي.

په پایتخت بغداد او کربلا ښارونو کې هم د مظاهرو چې زیاتې پراخې نه وې،راپورونه خپاره شوي دي.

تر دې دمه د بصرې ښار په اعتراضونو کې لږ تر لږه د لسو کسانو د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي د بصرې د وضعیت په اړه د هېواد د ملي امنیت د شورا غونډه جوړه کړې او د اعتراضونو پر مهال يې خلکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه د پلټنو حکم کړی دی.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي

عراق او ایران په اتیایمه لسیزه کې له یو بل سره په جګړه کې وو خو په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا تر برید او په بغداد کې د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شوې.

تر دې دمه د بصرې ښار په اعتراضونو کې لږ تر لږه د لسو کسانو د وژل کیدو راپورونه خپاره شوي دي

ایران د عراق په چارو کې پراخ رول لوبوي او د داعش ډلې پر وړاندې د عراق له شیعه ډلو ملاتړ کوي.

د عراق د نفوس شاوخوا پنځه شپیته په سلو کې شیعه ګان، له پنځلسو تر شلو فیصده سني عربان او په سلو کې ۱۷ کردان دي چې د واک پر سر په خپلو کې په شخړو کې ښکېل دي.