د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران نن د سوریې پر جګړه بحث کوي

د ایران، روسیې او ترکیې ولسمشران نن په تهران کې د سوریې پر جګړه بحث کوي.

د دې احتمال شته چې د حسن روحاني، ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ دا سرمشریزه به وټاکي چې ایا ډیپلوماسي کولای شي چې د پوځي اقدام مخه ونیسي کنه.

د سوریې په کړکېچ کې ښکېل د دې درې هېوادونو مشران په داسې حال کې خپلو کې غونډه کوي چې د سوریې حکومتي ځواکونه په دې هېواد کې د یاغیانو وروستي مرکز ادلب ولایت ته نېږدې دغلته د پراخو عملیاتو لپاه منسجم شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د بشار الاسد حکومت او ملاتړو ته یې خبرداری ورکړی و چې پر ادلب دې بې باکانه برید نه کوي.

ټرمپ ویلي وو چې که داسې وشي، ممکنه ده چې د سوریې په دې ولایت کې سلګونه زره کسان ووژل شي.