د افغانستان د زراعت وزارت په هغو سيمو کې بزګرو ته د زعفرانو بوټي ورکوي چې تر دې مخکې هلته کوکنار کرل کېدل.
د افغانستان د زراعت وزارت غواړي چې د زعفرانو د رواجولو د ستراتيژۍ له مخې، د زعفرانو کښت د ناامنو سیمو په ګډون د هېواد ۳۳ ولایتونو ته وغځوي.
د زراعت وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د دې پروګرام له مخې به بزګرو ته د زعفرانو سلګونه ميټريک ټنه بوټي وړیا ورکول کېږي.
د دې کار هدف دا دی چې دا بوټی د رواج کېدلو ترڅنګ، د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل هم شي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د پلان له مخې به په راتلونکو درېيو کلونو کې د زعفرانو حاصلات څوارلسو ميټريک ټنو ته ورسېږي.
اکبر رستمي
دی وایي:
"زراعت وزارت پلان لري چې د زعفرانو ۲۴۵ ميټریک ټنه بوټي د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې بزګرو ته وړیا ورکړي، دا مهال دا بوټي په ډېری ولایتونو کې وېشل شوي او دا بهير به په پاته نورو ولایتونو کې هم روان وي، د زراعت وزارت ټولې پروژې د کوکنارو لپاره غوره بديل دی او دا پروژه به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې عملي کېږي، تېر کال مو لس اعشاریه شپږ ټنه تولید درلود او په روان کال کې به تر دې هم ډېر شي."
زارعت وزارت وايي چې دا مهال د زعفرانو زر میټریک ټنه بوټي په واک کې لري چې د اړتیا په صورت کې به یې بزګرو ته ورکړي.
ښاغلی رستمي زياتوي چې د افغانستان زعفران په نړیوالو بازارونو کې په لوړه بيه خرڅېږي او د هر کال په تېرېدو سره زموږ صادرات ډېرېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد په شمال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارو ځینو مسؤلینو خبر ورکړی و چې د دې ولایتونو بزګران د نشه يي موادو کښت ته زړه نه ښه کوي او وړانديز يې کړی و چې که دولت له دوی سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته وکړي، نو نور به کوکنار نه کري.
د افغانستان د ولسي جرګې غړی چمن شاه اعتمادي وايي، د بدیلو کښتونو د پروګرامونوعملي کولو لپاره بايد منظم پلانونه جوړ او بايد د دې پروګرامونو تطبیق کوونکې ادارې لاسونه سره ورکړي.
ښاغلي اعتمادي زیاته کړه:
"نا امني تر ټولو عمده او د بحث وړ موضوع ده، ډېری کوکنار په هغو سیمو کې کرل کېږي چې هلته نا امني ډېره ده، خو باید په یاد ولرو چې خپله نشه يي مواد هم د نا امنۍ لوی عامل دی او هغه ډلې له دې لارې تمويلېږي چې په نا امنۍ کې لاس لري، نو ویلای شو چې نا امني او نشه يي مواد يو له بل سره تړلي دي."
د زراعت وزارت وايي، دوی هڅه کوي بزګرو ته زمینه برابره کړي چې د بدیل کښت حاصلات په هېواد کې دننه او نړيوالو بازارونو ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له لسو ټنو تولید شویو زعفرانو څخه اته ټنه یې نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
راپور: مرسلین ارسلا
Your browser doesn’t support HTML5
د زعفرانو راپور