د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره په عمومي ډول د اکثر عامو خلکو په باور یوه حل لاره دا ده چې له طالبانو سره سوله وشي، بله دا ده چې پر پاکستان فشار راشي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او یا د طالبانو مشران د افغانستان حکومت ته وسپاري.
په دې برخه کې چې روانه اوونۍ کومې هڅې شوې دي، نتیجه به ورکړي؟ دا مسئله په دې خپرونه کې څېړو:
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر نن په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره غږېږي او په دې خبرو کې یې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس هم د ده ملګرتیا کوي.
مایک پمپیو پرون په اسلام اباد کې و او د اسلام اباد د سفر په درشل کې یې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه اعلان کړ.
په دې خپرونه کې دا څېړو چې دا تحولات به د افغانستان قضیه پر کوم لورې یوسي.
Your browser doesn’t support HTML5