د دایکنډي ولایت د نوامېش او کجران ولسوالۍ مسؤلین وايي، که دولت ورته پام ونهکړي ولسوالۍ به د ناوړه برخلیک سره مخامخ شي او د وسلهوالو طالبانو لاس ته به ولوېږي.
دوی وايي چې په ولسواليو کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو لپاره کافي سرتېري نهلري.
د کورنیو چارو وزارت مسؤلین بیا وايي چې په زیات شمېر ولایتونو کې د پولیسو تشکیلات کم دي، خو زیاتوي چې هغومره هم نهدي کوم چې د نوامېش ولسوالۍ او کجران ولسوالۍ مسؤلینیې یادونه کوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د شرافت راپور