ترکیه وایي، د سوریې پر ادلب د روسیي هوایي برید تیروتنه ده او انقره به هڅه وکړي چې نور بریدونه ونه شي.
د سوریې حکومتي ځواکونه له څو اونیو راهیسې د ادلب ولایت په څنډو کې ځای پرځای شوې دي او غواړي چې پراخ عملیات وکړي.
په بریتانیا کې میشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي چې د روسیې د الوتکو د سې شنبې د ورځې په بمبارۍ کې لږ تر لږه نهه ملکیان وژل شوې دي، خو ماسکو پرون وویل چې د دوی الوتکو د النصره جبهې ترهګر په نښه کړې دي.
په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو خبریالانو ته پرون وویل چې روسیې ته یې ښکاره ویلي دي چې دا بریدونه سم نه دي او د دې حملو د مخنیوي لپاره به هڅې پراخې کړي.