د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې د سوریې پر ادلب ولایت بمي او راکټي بریدونه ښایي عام خلک ووژني.
حُریت ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې ولسمشر اردوغان قرغزستان ته د رسمي سفر وروسته په الوتکه کې خبریالانو ته دا خبره وکړه.
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی چې پر ادلب بېباکانه برید ونهکړي.
ادلب د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ضد یاغیانو په واک کې دی.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د سوریې ځواکونه ادلب ولایت ته نږدې د یوه لوی برید لپاره راټول شوي دي.