په تهران کې د یوې پېښې په نتیجه کې درې افغان او درې ایراني کارګر وژل شوي دي.
دا خبره د ایسنا نیمه رسمي خبري اژانس کړې ده.
د راپور له مخې د سې شنبه په شپه داسې مهال دا کسان ووژل شول چې د څو پوړېزې ودانۍ یو لفت لاندې ولوېد.
د راپور پر اساس دا پېښه په چتګار سیمه کې شوې ده.
د پېښې د دلیل په اړه تحقیقات دوام لري.