د ملي امنیت ریاست د کابل په مربوطاتو کې د حقاني شبکې د ۱۱ کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې دغه کسان د کابل ښار په پنځمه او ۱۲مه ناحیه او هم په بګرامي او پغمان ولسوالیو کې په ماین ایښودلو، د دولتي او نورو متنفذو کسانو په ترور او وېره اچوونکو فعالیتونو بوخت وو.
د اعلامیې له مخې د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو دغه کسان له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیولي دي.
تر دې یوه ورځ دمخه وسلهوالو طالبانو د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلالالدین حقاني د مړینې خبر ورکړ.