د کندهار په میوند کې د طالبانو یو قاضي او ډاکټر وژل شوي

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قاضي او ډاکتر په ګډون ۱۰ وسله‌وال وژل شوي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان حاجي لالا وايي، تېره شپه افغان ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې د میوند ولسوالۍ د بند تېمور په هغه سيمه کې ښکته شوي او عملیات‌یې تر سره کړي چې وسله‌والو طالبانو غوښتل پر یوه نوې جوړه شوې پوسته برید وکړي.

حاجي لالا وايي، په عملیاتو کې د وسله‌والو د یوه قاضي او ډاکتر په ګډون ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي، د وسله‌والو یو ټانک او یوه زېرمه هم له‌منځه وړل شوې.

طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.