پامپیو: هیله ده چې پاکستان سره د امریکا سړې اړیکې بېرته جوړې شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي هیله لري چې له پاکستاني چارواکو سره په لیدنه کې له پاکستان سره د امریکا سړې اړیکې بېرته جوړې کړي.

پامپیو پاکستان ته په لار دی او تمه ده نن د ورځې په اوږدو کې د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان سره چې د امریکا یو منتقد دی خبرې وکړي.

دی به همداراز د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره هم خبرې وکړي.

په‎دې سفر کې له مایک پامپیو سره د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد هم ملګری دی.

ټاکل شوې ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، له پاکستان سره د امریکا لغوه شوې مالي مرستې او دوه اړخیزې اړیکې به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په‎داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د یو کال راهیسې پر اسلام‎اباد د واشنګټن فشارونه زیات شوي، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپل چلند بدل او اقدامات زیات کړي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې باید له پامه ونه‌غورځول شي.