ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن اسلاماباد ته ورشي او دغلته له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
په دې سفر کې د مایک پامپیو سره د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورد هم ملګری دی.
دا په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د حکومت له رامنځته کېدو وروسته لومړنی لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې دې هېواد ته سفر کوي.
ټاکل شوې ده چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، له پاکستان سره د امریکا لغوه شوې مالي مرستې او دوه اړخیزې اړیکې به د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا په سر کې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د یو کال راهیسې پر اسلاماباد د واشنګټن فشارونه زیات شوي، څو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې خپل چلند بدل او اقدامات زیات کړي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې باید له پامه ونهغورځول شي.