د اسرائیل دفاع وزیر وایي، هېواد یې دا نهردوي چې په عراق کې د ایران پر مشکوکو پوځي ځایونو به حملې نهکوي ځکه له دې مخکې یې دا کار په خپل ګاونډ سوریه کې هم کړی دی.
اویګدور لیبرمن چې پرونیې په بیتالمقدس کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې موږ په سوریه کې هر څه له نږدې څارو او د ایرانیانو ګواښونو ته هم متوجې یو، خو ځان یوازې په سوریې پورې نهمحدودوو.
د اسرائیل دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې روېټرز اژانس راپور ورکړ چې ایران لنډ واټن ویشتونکي توغندي په عراق کې خپلو شیعه متحدانو ته ورکړي دي.