اسد او متحدانو ته‌یې د ټرمپ خبرداری: پر ادلب له حملې ډډه وکړئ

د امریکا ولسمشر د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د هغو متحدانو روسیې او ایران ته خبرداری ورکړی چې د سوریې پر ادلب ولایت له حملې ډډه وکړي.

د سوریې حکومتي ځواکونه په ادلب کې چې له ترکیې سره پر پوله پروت دی د پراخو عملیاتو لپاره تیاری نیسي او د راپورونو له مخې ادلب ته په نږدې سیمو کې زرګونه دولتي سرتېري او حکومت پلوي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

ملګرو ملتونو په دې ولایت کې چې درې میلیونه نفوس لري د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې روسیه او ایران به په دې احتمالي بشري تراژیدۍ کې په ګډون سره یوه لویه اشتباه وکړي.

ادلب وروستی ولایت دی چې د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې لا هم د وسله‌والو مخالفینو په ولکه کې دی.