د کندهارۍ خزانې د لاسي صنايعو په توليداتو کې د تېر په پرتله کموالی راغلی

Your browser doesn’t support HTML5

ارشیف

کندهارۍ خزانه د کلونو راهيسې په کندهار کې د ښځو د لاسي صنايعو د ودې په برخه کې کار کوي او سلګونه مېرمنو ته‌یې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار کولو زمينه برابره کړې ده.

کندهارۍ خزانه د ښځو د لاسي صنايعو د توليد يوازنی بنسټ دی چې توليدات‎يې په افغانستان او يو شمېر اسيایي او اروپایي هېوادونو کې هم خاص شهرت لري.

خو د کندهارۍ خزانې دوه څانګې چې مخکې په عينو مېنه او کندهار هوايي ډګر کې پرانیستې وې، د مشتريانو د نشت له امله اوس تړل شوې دي.

د کندهارۍ خزانې مسؤلین وايي، د دولت د نه‌پاملرنې له امله اوس د دوی په توليداتو کې له نیمایي زيات کموالی راغلی او ګڼې مېرمنې چې مخکې به‎يې له دوی سره کار کاوه، بې‎کاره شوې دي.

د دوی په وینا مخکې د کندهارۍ خزانې د توليد عواید ميلیونونه افغانيو ته رسېده، خو اوس د دوی عوايد يوازې سلګونه زره افغانيو ته راټيټ شوي دي.

د کندهارۍ خزانې مشرې رنګینې حمیدي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان او نوره نړۍ کې د کندهار د لاسي صنایعو بازار سوړ شوی، نو ځکه دوی د پخوا په پرتله کاروبار نه‎لري او د خپلو کار کوونکو شمېر يې کم کړی.

نوموړې وايي:

"متأسفانه د مارکېټ د نشتوالي له امله مو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی او وېره مو دا ده که په راتلونکو څو میاشتو کې موږ خپلو موادو ته بازار پیدا نه‎کړو، نو خدای ناخواسته ښايي دا دفتر وتړل شي."

بل‎خوا د کندهار د ښځو چارو رئیسه رقيه اڅکزۍ وایي، د کندهارۍ خزانې توليد معياري دی او دوی هڅې راپیل کړي چې د دغه بنسټ د توليد تر څنګ د کندهارۍ مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره مناسبت بازار پیدا کړي.

د کندهارۍ خزانې لاسي توليدات چې د مشتریانو په فرمايش جوړېږي مخکې د کابل او هرات په ګډون جرمني، امريکا او کاناډا ته هم استول کېدل، خو د بازار د نشت له امله اوس يوازې د ښځو په لاس رخ شوي غاړې او نور توکي د کندهار په مارکېټونو کې پلورل کېږي.

راپور: صادق رښتینی