د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سوریې له ولسمشر سره وکتل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته د سفر په پیل کې د دې هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل.

د راپورونو له مخې محمد جواد ظریف د دوشنبې په ورځ دمشق ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې پر ایران او سوریې د لوېدیځ فشارونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا مخه نه‌شي ډب کولای.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"د ترهګرو او افراطي ډلو په وړاندې بریا او ښه مقاومت ته په پام سره په چټکۍ هغه وخت رارسېدلی چې په سوریه کې د بیارغونې بهیر پیل او جګړه پای ته ورسېږي. دغه‌راز بشري چارو ته د رسیدګۍ او سوریې ته د بې‌ځایه شویو د بېرته ستنېدو پروسه هم پیل شوې ده."

د سوریې د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز په دمشق کې له چارواکو سره د هغې درې اړخیزې غونډې په اړه هم خبرې کړي چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ په تهران کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران ګډون وکړي او په سوریه کې د اووه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو پرل ارو چارو به خبرې وکړي.