د افغانستان دفاع وزارت وایي، په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې تل هڅه کوي د خپل فعالیت لمنه پراخه او سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجې کړي.
د افغانستان دفاع وزارت د بریتانیا د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه چې ویلي يې دي په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش او نورو ترهګرو ډلو د بریتانیا او د ټولې اروپا لپاره خطر پېښ کړی، وایي چې ترهګرې ډلې تل هڅه کوي چې د خپل فعالیت لمنه پراخه او سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجې کړي چې بېلګې یې هم په وروستیو کې لیدل شوې دي.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:
"داعش ډله هم د هغو ډلو له جملې څخه ده چې ځنځیر ډوله ارتباطات لري، خو تاسې پوهېږئ چې موږ په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه مخ ته وړو او هوډ مو کړی چې د سیمې او د امریکا د متحده ایالاتو په همکارۍ به د ترورېزم جرړې له دې هېواده باسو او موږ دغه هدف ته د رسېدو لپاره کار کوو."
د بریتانیا دفاع وزیر ګیوین ویلیامسن تېره اوونۍ افغانستان ته د سفر پر مهال وویل چې په دې اړه کره شواهد موجود دي چې اروپا ته له افغانستانه دېره ترهګرو واقعي خطر متوجې کړی دی.
دی وايي:
"موږ لیدلي هغه ترهګرې ډلې چې دلته په افغانستان کې فعالیت کوي، د شواهدو له مخې دوی نهیوازې په بریتانیا، بلکې د اروپا په ټوله وچه کې ارتباطات ټینګ کړي دي."
د افغانستان دفاع وزارت: په افغانستان کې داعش او نورې ترهګرې ډلې تل هڅه کوي د خپل فعالیت لمنه پراخه او سیمې او نړۍ ته ګواښ متوجې کړي.
که څه هم افغان چارواکي داعش په افغانستان کې یوه کمزورې او ډېره ځپل شوې ډله بولي، خو لیدل شوي چې دې ډلې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په ډېرو ګڼ مېشتو سیمو کې د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخیستی.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلي رادمنش یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې افغانستان د نړیوال ترورېزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او نړیوال په تېره بیا پاکستان باید د دغې شومې پدیدې د لهمنځه وړلو لپاره له افغانستان سره ریښتیني همکاري ورکړي.
ښاغلی رادمنش زیاتوي:
"داعش په افغانستان کې یوه کوچنۍ ډله ده، خو که په دې برخه کې پاکستان له افغانستان سیمې او نورې نړۍ سره ریښتیني همکاري ونهکړي او د نړۍ له نورو برخو ترهګرې ډلې هلته سره راټولې او هغوی بېرته منسجمې کړي او هغوی افغانستان ته راولېږي، یقیناً چې دغه ستونزه به دوام پیدا کړي."
د افغانستان د دفاع وزارت: افغانستان د نړیوال ترورېزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.
د بریتانیا د دفاع وزیر بریتانیا او نورې اروپا ته له افغانستانه د داعش او نورو ترهګرو ډلو د خطر خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ تأیید کړه چې د اسلامي دولت ډلې مشر تېره اوونۍ د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د امریکا په هوایي برید کې وژل شوی دی.