په جرمني کې محکمې یو ځوان کډوال په اته نیم کاله بند محکوم کړی

په جرمني کې یوې محکمې هغه ځوان کډوال په اته نیم کاله بند محکوم کړی چې ادعا کوي، د افغانستان دی او د پناه غوښتنلیک یې رد شوی دی.

دا کس د خپلې پخوانۍ جرمنۍ ملګرې چې ۱۵ کلنه وه، د وژنې په جرم په زندان محکوم شوی دی.

د وژنې دا قضیه په جرمني کې ښې اړخي ګوند د کډوالو پر ضد خپل انتخاباتي کمپاین کې وکاروله.

د دې افغان لومړی نوم عبدل ښودل شوی، خو دوهم نوم یا تخلص یې نه دی په ډاګه شوی.

نوموي اعتراف کړی چې پر خپله جرمنۍ ملګرې یې د ډیسمبر په میاشت کې په یوه درملتون کې د چاقو برید کړی او هغه یې وژلې ده.

څارنوالان وايي، وژل شوې نجلۍ دا هلک خوشې کړی او نوموړي له حسادته پر هغې برید کړی دی.