د کرکټ افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ایرلينډه متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ملي لوبډله به په متحده عربي اماراتو کې د اسیا جام لپاره خپل تمرینات وکړي.

ټاکل شوې چې افغانستان په اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر په ۱۷ مه د سریلانکا سره او خپله دوهمه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۰ مه له بنګله دېش سره وکړي.

د اسیایي جام په دغو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون ۶ هېوادونه ولوبېږي.