په برما کې د روېټرز خبري اژانس ۲ خبریالان په بند محکوم شوي

په برما کې یوې محکمې د روېټرز خبري اژانس دوه تنه خبریالان د روهینګیا اقلیت په اړه د راپورونو د ورکولو په تړاو په اووه کاله بند محکوم کړي دي.

د برما د قضايي سیستم یو قاضي دا دواړه ژورنالېستان ۳۲ کلن وا لون، او ۲۸ کلن کیاو سیو اوو د دولت د اسرارو د قانون په ماتولو مجرم بللي او پرې یې د اووه کاله زندان حکم کړی.

د محکمې له حکم وروسته محکوم شوې خبریال وا لون وویل:

"زه نه‌وېرېږم، ما کوم ناسم څه نه‎دي کړي، زه په عدالت، ډموکراسۍ او ازادۍ باور لرم."

د روېټرز خبري اژانس مسؤل اېډېټر په یو بیان کې ویلي:

"نن د میانمار، روېټرز خبریالانو او هر چېرې چې نورې رسنۍ دي، د هغوی لپاره یوه خواشینوونکې ورځ ده."

د برما د محکمې دې حکم نړیوالې غندنې راپورته کړي او دا یې د رسنیو پر ازادۍ برید بللی دی.

په میانمار کې د امریکا سفیر سکاټ مارشیل د محکمې حکم غندلی او هغه‌یې د ژورنالېستانو او د رسنیو د ازادۍ لپاره خواشینوونکی بللی دی.

ملګرو ملتونو بیا سمدستي د دواړو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.