د هند په اوتار پرادش کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي

راپورونه وايي، د هند په شمالي ایالت اوتار پرادش کې سختو موسمي بارانونو او له امله‌یې سېلابونو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.

ویل کېږي چې د دې ایالت له ۷۵ ولسوالیو څخه ۱۱یې د شنبې او یکشنبې په ورځ بارانونو او سېلابونو ځپلي دي.

ځايي چارواکي وايي چې د شاه جهانپور سیمه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده، چېرې چې شپږ کسان وژل شوي او د دې وېره شته چې د قربانیانو شمېر زیات شي.