په هلمند کې هغه سړکونه بیا رغول کېږي چې د جنګونو له امله وران شوي

په هلمند ولایت کې هغه سړکونه بېرته رغول کېږي چې د جنګونو له امله وران شوي دي.

د هلمند چارواکي وايي، د ټولو هغه سیمو لارې او سړکونه چې د جنګونو او ماینونو له امله وران شوي دي، بېرته‌یې رغوي.

دم‎ګړۍ نادعلي او مارجې ته د غځېدلو سړکونو ۱۰ کېلو متره بېرته رغول کېږي.

د دغه دوو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د بیارغونې کارونه باید په ښه کیفیت ترسره شي او شرکتونه دې د لاس په لاس پروژو نه ډډه وکړي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور