په مهمو بستونو کې د ښځو د کمرنګه شتون په اړه د ښځو چارو وزارت اندېښنه!

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په دولتي مهمو بستونو کې د ښځو پر کمرنګه حضور اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د مېرمنو د ظرفیت د ودې په خاطر ډېر بنسټونه فعالیت کوي، خو لا هم په دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه کمرنګه ده.

د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ په حکومت کې د ښځو د ونډې په خاطر د پالېسیو د اصلاح درېیم کنفرانس ته چې د پروګرام له خوا جوړ شوی و، وویل چې حکومت دې په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

سپوږمۍ وردګ

دا وایي:

"خنډونه باید له منځه یوړل شي او د مېرمنو ظرفیتونو ته باید ډېر کار وشي، تر څو دوی وکولای شي چې د رهبرۍ تر کچې کار وکړي، له دې سره چې ښځې په ډېرو ولایتونو کې په کار بوختې دي، خو له بده مرغه په هغو برخو کې چې دوی بوختې دي یا اجیرې دي او یا هم په ټيټ بست کار کوي، زمونږ هیله ده چې په ځینو ولایتونو کې د ښځو د ریاست تر څنګ، په ځينو نورو ریاستونو کې هم دوی حضور پیدا کړي."

مېرمن وردګ وویل، ناامني، تبعیض، جنسيتي او جنسي کړنې هغه لاملونه دي چې په دولتي ادارو کې يې د مېرمنو ونډه کمرنګه کړې ده.

د کار د زده کړې پروموټ پروژه د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له خوا په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د پیاوړتیا په خاطر جوړه شوې ده.

دا پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی چې د معلوماتو له مخې،د امریکا د پراختیايي ادارې ۲ سوه میلیونه ډالره لګښت پرې راځي.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دامهال ۲۲ سلنهښځې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي.

له دې وړاندې د ښځو شبکې او یو شمېر نورو مدني بنسټونو هم په مهمو دولتي پوسټونو کې د ښځو له کم رنګه حضوره شکایت کړی و.

افغان مېرمنې

په ورته وخت کې د پروموټ د پروګرام یو شمېر ښوونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د پروموټ پروګرام پلي کول په حکومتي ادارو کې د ښځو په رول مثبت اغېز لري.

له دې ډلې مرسل افشار وویل:

"د دغې برنامې یوازنی مقصد په بېلابېلو دولتي سکټورونو کې د ښځو توان او وړتیاوو اوړول دي او پالېسي چې جوړېږي، د ښځو د وضعیت د ښه والي او ملاتړ په هدف جوړېږي، څو دوی وتوانېږي، په حکومت کې ښې وځلېږي او داسې مسؤلیت ولري چې ځواب ورکوونکی و اوسې، دغه پروګرام په بېلابېلو سکټورونو کې د ښځو د پرمختګ لپاره یوازنۍ لار ده."

بل خوا د پروموټ پروژې رئیسې مېرمن سوزین جلبرت چې په دغه کنفرانس کې يې ګډون کړی و، وویل چې د دوی د پروګرامونو له مخې هرکال په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه دوه سلنه زیاتېږي.

د نوموړې په وینا، تر ۲۰۲۰ کال پورې د پروموټ پروګرام په تطبیق سره به په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۳۰ سلنه زیاته شي.