د ملکيانو د خوندیتوب ډله: تېره میاشت نېږدې ۸۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې د ملکې وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي چې په تېره میاشت کې نږدې اته سوه ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د تېرې میلادي میاشتې راپور ښيي چې د اګست په میاشت کې څه باندې ۲۶۰ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ډلې مسؤل عزیز احمد تسل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا شمېره د روان کال د بلې هرې میاشتې په پرتله لوړه ده.

نوموړی د جګړې له ښکېلو خواوو په ځانګړې ډول له طالبانو او افغان حکومته غواړي چې په جګړه کې د ملکي خلکو د خوندیتوب قوانین مراعت کړي.

دی زیاتوي:

"د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د اګست میاشتې راپور ښيي چې په ټول افغانستان کې څه کم ۸۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې شمېر کې ۲۶۱ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ زیات ټپیان دي.

د مرګ ژوبلې دا شمېرې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې د درجه بندۍ له مخې، دغه مرګ ژوبله تر ډېره د انتحاري حملو، مخامخ جګړې، ماینونو او هدفي وژنو په ترڅ کې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده چې د تېرې اګست په میاشت کې غزني د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ د سختو جګړو شاهد و.

په کابل کې د موعود په نوم په یوه ښوونیز مرکز او له هغې مخکې د ګردېز په یوه جومات کې هم انتحاري حمله، د دغې میاشتې خونړۍ حملې ګڼل کېږي.

د راپورونو له مخې، پر موعود ښوونیز مرکز په انتحاري حمله کې ۶۹ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي وو او د پکتیا په یوه جومات کې په انتحاري حمله کې بیا ۲۹ کسان وژل شوي وو او ۵۴ نور ټپیان وو.

د دغو دواړو حملو مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه واخیست.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې باور دي چې د جګړې پر مهال باید د جګړې د ښکېلو خواوو له خوا د جګړې د قوانینو په مرعاتولو او د پام وړ استخبارتي تکتیکونو په کارونې سره، د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پام وشي.

د دوی له ډلې فقیر محمد فقیر ازادي راډيو ته وویل:

"په هغه صورت کې چې زمونږ امنیتي ځواکونه او یا هغه قوتونه چې په جګړه کې برخه لري، یو تکتیک ولري، د دوی خوندیتوب کوم ستونزمن کار نه دی او که کشفي ارګانونه ښه دقیق او جدي وي، بیا کېدای شي چې بیخي مخنیوی يې هم وشي.

دی وايي، کلیو، بانډو او ښارونو ته د جګړو له رسېدنې مخکې امنتیي او دفاعي تدابیر هم په جګړه کې د ملکي خلکو خوندیتوب یو څه یقیني کولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ