ترکیې له قرغزستانه د فتح‌الله ګولن د ملاتړو د نیولو غوښتنه وکړه

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قرغزستان له ولسمشر سورنبای جين بيکوف سره د شنبې په ورځ په بشکيک کې ولیدل.

اردوغان وويل چې دی نه غواړي د ترکيې او قرغزستان اړیکې بیا هغسې شي، لکه په ۲۰۱۶میلادي کال کې چې د ناکامې کودتا تر هڅو وروسته وې.

د قرغزستان پخواني ولسمشر الماس بېک اتمبايېف د ترکیې پر هغو اقداماتو انتقاد کړی و چې تر ناکامې کودتا وروسته ترکي حکومت د خبريالانو، دولتي کارکوونکو او ښوونکو په ګډون، زرګونه کسان د فتح الله ګولن د ملاتړ په تور توقيف کړل.

اردوغان له قرغزستان څخه وغوښتل چې د ښوونځیو په ګډون د ګولن ملاتړي ونيسي ځکه هغوی امنیتي ستونزه جوړوي.

رجب طیب اردوغان د قرغزستان له ولسمشر سورنبای جين بيکوف سره په ګډه خبري غونډه کې وويل چې د ګولن پلويان ښايي د کورنیو چارو په وزارت او نظامي ځايو کې نفوذ وکړي او داسي کودتا ښايي په قرقزستان کې هم رامنځته شي.

جين بیکوف چې تېر کال يې واک تر لاسه کړ اردوغان ته وويل چې له ګولن سره تړاو لرونکي ښوونځي اوس د حکومت تر کنټرول لاندې دي.

فتح الله ګولن هغه ترکی مذهبي مشر دی چې په امريکا کې اوسي او د ترکیې حکومت ورباندې د ناکامې کودتا په هڅو کې د لاس درلودو تور پورې کړی.

ګولن دا تورونه رد کړي دي.