احمدي: د پاکستان د تړل شوې قونسلګرۍ په پرانیستو خبرې روانې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د پاکستان له سفارت سره تماسونه دوام لري چې په جلال اباد ښار کې د پاکستان په جنرال کونسلګرۍ کې افغانانو ته د پاکستان د ويزو ورکولو کارونه بېرته پيل شي.

د دغه وزارت وياند صبغت الله احمدي د شنبې په ماښام ازادي راډيو ته وويل:

"ټاکل شوې ده چې د پاکستان له سفیر سره هم موږ ووينو او پر لوړه کچه په دې اړه خبرې کېږي او ستونزې حلېږي."

په جلال اباد ښار کې پاکستان خپله کونسلګري په موقتي توګه تړلې او ويلي يې دي چې د ننګرهار والي د دې کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د جمعې په ورځ په یوه لیک کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي چې والي دې د قونسلګرۍ په چارو کې له مداخلې منعه کړي.

په لیک کې له افغان چارواکو دا غوښتنه هم شوې چې د کونسلګرۍ امنیتي تدابير باید زیات کړي.

د ننګرهار والي حيات الله حیات د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې د پاکستان د کونسلګرۍ په چارو کې يې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې، خو ده زیاته کړه چې د ويزو تر لاسه کولو پروسه باید منظمه او پرته له اداري فساده پر مخ لاړه شي.