په روسیه کې له کرښې د یوې الوتکې د وتلو له امله یو تن وژل شوی

د روسیې په سوچي ښار کې د الوتنې له کرښې یا (رن وې) څخه د یوې الوتکې د وتلو په پېښه کې د هوايي ډګر یو کارګر وژل شوی او 18 تنه ټپیان شوي دي.

د روسیې د ټرانسپورټ وزارت د شنبې په ورځ وویل، د هوا خرابوالی ددې سبب شو چې دا مسافر وړونکې الوتکه د رن وې له کرښې ووځي او یو وزر یې اور واخلي.

ددې وزارت په وینا، د هوايي ډګر یو کارګر په داسې حال کې چې له اور اخیستې الوتکې څخه یې د مسافرو په ایستلو کې مرسته کوله، قلبي سکته کړې او ساه یې ورکړې.

په دې مسافر وړونکې الوتکه کې چې له مسکو څخه سوچي ته الوتې وه، ۱۶۴ مسافر او د الوتکې ۶ تنه عمله سپاره وو.