د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي هغه راپورونه ردوي چې ګویا له دغه ګوند سره د حکومت د سولې هوکړه لیک د سولې په خبرو اترو هېڅ اغېز نه دی کړی.
حزب اسلامي د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سرمفتش ادارې یا سیګار هغه راپور له واقعیته لېرې ګڼي چې ګویا د حزب اسلامي سره د سولې هوکړې د افغانستان د سولې پر پروسه اغېز نه دی کړی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یوه لوړ پوړي غړي همایون جریر د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"د حزب اسلامي سره د سولې موافقې د افغانستان د سولې دروازه پرانيسته او نورو مخالفینو ته یوه روښانه بېلګه شوه، که تاسې وګورئ چې اوس له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ شته، دا له حکومت سره د حزب اسلامي د هوکړه لیک مستقیمه عملي نتیجه ده."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سر مفتش ځانګړې ادارې یا سیګار په تازه یوه راپور کې ویلي، له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې هوکړه لیک د سولې پر نور بهیر څه اغېز نه دی کړی.
د سیګار په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی، راغلي دي چې د حزب اسلامي له راتګ وروسته د ولسمشر غني په شمول ځيني افغان چارواکو تمه ښودلې وه چې د دغې بهیر بریا به په افغانستان کې د نورو وسله والو ډلو سره هم د خبرو زمینه برابره کړي.
افغان حکومت د ۱۳۹۵ کاال د میزان په میاشت کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
بل خوا د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، د حزب اسلامي راتګ او د سولې له بهیر سره د دغې ګوند یو ځای کېدو، د خلکو هغه تمې نه دي پوره کړي چې لرلې يې.
امید میثم
د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په افغان دولت او خلکو کې چې کومې هیلې او خوشبینۍ د حکمتیار د راتګ او همدا راز د سولې په اړه موجودې وې، له بده مرغه د حکمتیار په راتګ هغه پوره نه شوې او د راتګ له کبله یې موږ د خاصو تغیراتو شاهدان نه یوو."
خو د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا غړی همایون جریر بیا وايي چې حکومت د سولې د ټینګښت په برخه کې د حزب اسلامي له وړتیاوو استفاده ونه کړه.
کارپوهان هم په دې باور دي چې حزب اسلامي ونشوای کړای چې نورې وسله والې ډلې سولې ته وهڅوي.
د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور وايي، اوس د حزب اسلامي مشر له نورو هغو ګوندونو سره چې غواړي د بې ثباتۍ له لارې خپلې ګټې تامین کړي، یوځای شوی دی.
راپور: یوسف ځدراڼ