د ننګرهار والي د پاکستان د سفارت له خوا پر ده شوې ادعا رد کړه

حیات الله حیات

د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان د سفارت هغه ادعا رد کړه چې ګوندې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي، خو ویې ویل چې د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د قونسلګرۍ څخه بهر موجود دی.

د ننګرهار والي ښاغلي حیات الله حیات د شنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغې څرګندونې وکړې چې په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، د ننګرهار د والي د مداخلې له کبله یې جلال اباد کې په موقته توګه خپله قونسلګري تړلې.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یو لیک د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نه غوښتي چې والي دې د قونسلګرۍ په چارو کې له مداخلې منعه کړي او همدارنګه له افغان چارواکو جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

خو د ننګرهار والي نن خبریالانو ته وویل:

"دلته د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې هره ورځ لکونه روپۍ لاندې باندې کېږي، د یوې ویزې قیمت له پنځه زره کالدارو تر شل زره کالدارو دی، له بدمرغه دلته هره ورځ د افغانانو خویندو وروڼو عزت ته صدمه رسېږي، زه د دې ولسونو په وړاندې د یو مسؤل شخص په توګه د خپلو خلکو وهل ډبول او بې عزتي نه شم زغملی او حق لرو چې د قونسلګرۍ څخه بهر د فساد د مخنیوي، د خلکو په تنظیم او امنیت لپاره اقدامات وکړو."

هغه افغانان چې په جلال اباد کې د پاکستان له قونسلګرۍ ویزې اخلي، وايي چې د قونسلګرۍ چارواکي د ویزو په ورکړه کې له بېلابېلو لارو خلک مجبوروي چې ورځې ورځې انتظار وباسي او د کمېشنکارانو له لارې زرګونه روپۍ رشوت ورکړي، څو پاکستان ته د سفر ویزې تر لاسه کړي.