د رګبي افغان لوبډلې په اسیایي سیالیو کې پاکستان ته ماته ورکړه

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په اسیايي المپيکي سیالیو کې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغه لوبه کې افغان لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته ۱۵ د ۷ په وړاندې ماته ورکړه.

له دې وړاندې افغانستان متحده عربي اماراتو ته ۳۶ د صفر په وړاندې ماته ورکړې وه، خو له کوریا او سریلانکا نه یې ماته منلې وه.

د افغانستان د رګبي لوبډله خپله وروستۍ لوبه نن شنبه د اندونیزيا په وړاندې کوي چې په ګټلو سره به یې په اتلسم پړاو اسیايي المپیکي سیالیو کې نهم مقام خپل کړي.