خانجان الکوزی: د هوایي دهلېز له لارې باید صادرات زیات شي

خانجان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که څه هم په اوونۍ کې يو ځل د افغان سوداګرو سوداګریز توکي د هوايي دهلېز له لارې نورو هېوادونو ته انتقالېږي، خو په خبره یې چې دا کافي نه دي او باید په کې زیاتوالی راشي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال يوازې زعفران او تازه مېوې د هوايي دهلېز له لارې هندوستان، قزاقستان، ترکیې او سعودي عربستان ته صادرېږي.

ښاغلی الکوزی وايي، د مناسب بازار د نشتوالي له امله په اوونۍ کې يوازې يو ځل د افغان سوداګرو اموال د هوايي دهلېز له لارې دغو هېوادونو ته انتقالېږي.

خو نوموړی وايي، د سوداګرۍ وزارت په همکارۍ دوی هڅه کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې افغاني تولیداتو ته مناسب بازار پیدا کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان د هوايي دهلېز له لارې دوه زره ټنه صادرات لرل چې په روان کال کې باید زیات شوي وای چې د مناسب بازار د نشتوالي له امله، دغه کار نه دی شوی.