د هرات د امنيې قوماندانۍ وايي، په تېره یوه میاشت کې يې نېږدې درې سوه کسان په مختلفو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د هرات د امنیي قومندان جنرال امین الله امرخیل پرون خبریالانو ته وویل دا ۲۷۰ نیول شوي کسان په اختطاف ،وسله والو غلاو ،د نشي موادو په قاچاق او نورو جرمونو کې د لاس لرولو په تور نیول شوي دي.
جنرال امرخیل وویل چې له نیول شوو کسانو څخه شل میله مختلف ډول وسلې هم ترلاسه شوي دي.