د اوکراین د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر ووژل شو

د اوکراین د ختیځ دونیڅک سیمې د روسيی پلوه بیلتون پالو مشر پرون په یوې چاودنه کې ووژل شو.

د بیلتون پالو رسمي خبري سرچینو تائید کړې ده چې ۴۲ کلن الکسندر زخارچینکو د دونیڅک ښار په یوې کافې کې د چاودنې له امله وژل شوی دی.

روسيی په فوري عکس العمل کې د اوکراین حکومت ددې چاودنې مسول بللی او ویلي دي چې اوکرایني حکومت په خونړۍ جګړه کې د شاملیدو پریکړه وکړه.

خو د اوکراین امنیتي ادارې ویلي دوي په دې باور دي چې الکسندر زخارچینکو د تروریستانو او د هغوي د روسيي ملاتړو د داخلي شخړو په نتیجه کې وژل شوی دی.