د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په بغلان ولایت کې د طالبانو له لوري د سولې ولسي کاروان ته سپکاوی غندي او دغه عمل د بشري حقونو خلاف او مجرمانه عمل بولي.
د هلمنديانو د سولې ولسي کاروان غړېو ته د طالبانو له لوري له توهین او سپکاوي وروسته د دغې یاد عمل د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له غبرګون سره مخ شو.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې د خلکو د سولې غوښتنو ته احترام ولري او بشري ارزښتونه رعایت کړي.
ښاغلی صدیقي ټینګار کوي، هېڅ ډله حق نهلري چې د سولې په تړاو د خلکو هر ډول حرکت ته سپکاوی وکړي او داسې یو عمل جرم او د بشري حقونو له تړونه سرغړونه ده.
بلال صدیقي
دی وايي:
"هر ډول عمل چې سپکاوی پهکې وي او دا ډول حرکتونو مانع وګرځي له ټولو نړیوالو بشري حقونو او نړیوالو بشر دوستانه قوانینو سره په ټکر کې دي، هېڅ ډله حق نهلري، یو ډله ځوانان چې د سولې او عدالت د ټینګښت لپاره هڅې کوي هغوی ته سپکاوی وکړي او یا د هغوی د سوله غوښتونکو حرکتونو مخه ونیسي."
ښاغلی صدیقي د دغې ډلې د امنیت په اړه اندېښمن دی او له حکومته غواړي چې د دوی د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.
د هلمندي ځوانانو د سولې ولسي حرکت کاروان چې غوښتل یې وسلهوالو طالبانو د سولې پیغام ورسوي د دغې ډلې له غبرګون سره مخ شول.
د سولې د ولسي حرکت غړي وايي، طالبانو دوی ته سپکاوی کړی او حتی ښکنځل یې ورته کړي.
د دغه حرکت غړي او ویاند بسمالله وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو په دوی تور پوری کړی چې ګواکې دغه کاروان په افغانستان کې یوه پروژه ده.
بسمالله وطندوست
نوموړی وايي:
"موږ حرکت وکړ چې ډنډې غوري ته ورسېږو د اکاخېلو په سیمه کې شا او خوا ۲۰ طالبان راغلل موږ یې ودرولو او ویې ویل چې له دې وړاندې نه شي تللای، موږ ورته وویل د سولې پیغام رسوو، هغوی موږ ته سپکاوی وکړ کنځل یې راته وکړې، خو هغه څه چې زموږ د وهل ټکولو په اړه راپورونه خپاره شوي هغه غلط دي."
د سولې ولسي حرکت کاروان د تېرې روژې په میاشت کې له هلمنده پلی حرکت وکړی له شا او خوا یوې میاشتې سفر وروسته کابل ته ورسېدل، څو د سولې په اړه خپل پيغام حکومت او طالبانو ته ورسوي.
د دغه حرکت غړیو چې شمېر یې ۲۵ تنو ته رسېږي په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر همداشان د امریکا په ګډون د یو شمېر مهمو سفارتخانو په وړاندې د پرلت خیمې ووهلې او د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د دایمي اوربند غوښتنه یې وکړه.
یاد ولسي حرکت په کابل کې له شا اوخوا دوو میاشتو تېرولو وروسته نېږدې شل ورځې وړاندې د افغانستان شمال د بلخ ولایت ته لوڅې پښې پلی تګ پیل کړ.
ازادي راډیو وغوښتل چې د سولې ولسي حرکت ته د طالبانو د سپکاوي په اړه د دغې ډلې نظر واخلي، خو بریالي نه شو.
له دې ټولو سره په خوا کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري له طالبانو غواړي چې د دغه کاروان د سولې غږ چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده لبیک ووايي.
احسان طاهري
نوموړی وايي:
"موږ هیله لرو د افغانستان د وسلهوالو طالبانو رهبر د افغانانو غږ ته له ځنډ پرته مثبت ځواب ورکړي، څو له شک پرته د افغان حکومت او د وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره عملي ګامونه واخېستل شي اوس ټول امیدوار یو چې د طالبانو رهبر به انشالله ډېر ژر د عملي کار لپاره د مذاکراتو د پیل اعلان وکړي."
که څه هم د هلمنديانو د سولې کاروان په خبره د بغلان طالبانو د دوی پیغام رد کړی او په خبرهیې هغه یې نهدی منلی د دغه کاروان غړي ټینګار کوي چې خپل حرکت ته به دوام ورکړي.
په ورته وخت کې ښاغلی طاهري له خلکو غواړي چې له دغه کاروان سره یوځای شي، څو د سولې پیغام په افغانستان کې سراسري شي.
راپور: رحمتالله افغان