انتخاباتو کمېسیون: که کاندیدان له وخته مخکې کمپاین وکړي ښايي نومونه یې حذف شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون خبرداری ورکوي هغه کاندیدان چې که له وخت څخه مخکې او یا د سکوت په دوو ورځو کې کمپاین وکړي، له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

د دغه کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که په کاندیدانو کمپاین ثابت شو له توصیې، اخطار او نغدي جریمې وروسته امکان شته چې له لېسته یې نومونه حذف شي.

سید حفیظ الله هاشمي

نوموړی وايي:

"کومو کسانو چې له قانونه سرغړونه کړې، له قانون سره سم به دوی، توصیې، اخطار، له نغدي جریمې نه نیولې تر حذف پورې امکان شته او له دوی سره به قانوني چلند کېږي، موږ مخکې هم اعلان کړی چې دا له قانونه سرغړونه ده او نه باید له وخت څخه مخکې څوک کمپاین وکړي."

ښاغلی هاشمي زیاتوي چې په‎دې برخه کې قوانین شته او سرغړونکي به له قانون سره سم مجازات شي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي چې رسمي کمپاینونه یې د میزان په اتمه پيلېږي او د میزان په ۲۶مه پای ته رسېږي چې بیا وروسته ۴۸ ساعته د سقوط وخت دی.

په دې اړه نور:

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسوالیو شوراګانو انتخابات د تلې په ۲۸مه امکان نلري 

بل‎خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس وايي، داسې ډېرې بېلګې شته چې سر له اوسه ځینو کاندیدانو کمپاینونه پیل کړي.

یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې دواړه انتخاباتي کمېسیونه باید په‎دې برخه کې کره او ثابت ګامونه واخلي او پرینه‎ږدي چې کاندیدان له فرصته ناوړه ګټه واخلي.

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

دی وايي:

"له بدغه‎مرغه موږ وینو چې ځینې کاندیدان په بېلابېلو عنوانونو په مطبوعاتو کې بحثونه کوي په عین حال کې په نورو مناسبتونو کې لکه د ازادۍ ورځ، د اختر ورځو کې یې خپل تصویرونه په ښار کې لګولي چې دا یو ډول کمپاین بلل کېږي."

دا چې اوس د ولسي جرګې د انتخاباتو کمپاین ته کمه موده پاتې، یو شمېر کاندیدانو د کابل ښار یو شمېر نورو لویو ښارونو کې په واټونو او څلورلارو کې د ازادۍ او د لوی اختر په مناسبتونو لوی لوی تصویرنه لګولي چې پخوا یې کله هم داسې نه و کړي.

ښاغلی رشید زیاتوي، له وخت څخه مخکې هر ډول دود دستور چې د خلکو ذهنونه تسخیر او افکار د ځان په ګټه را واړوي کمپاین بلل کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي چې په‎دې برخه کې به جدي اقدامات وشي او سرغړونکي به مجازات شي.

راپور: رحمت‎الله افغان