کرملین: د روان کال تر پايه ښايي پوتين ټرمپ سره غونډه ولري

کرملين وايي، د روان کال تر پايه ښايي د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره غونډه ولري.

د پوتین وياند دیمتري پیسکوف له ايزويستا ورځپاڼې سره په يوه مرکه کې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوې، ويلي چې د دواړو مشرانو تر منځ خبرې ښايي په فرانسه، ارجنټينا او سينګاپور کې د غونډو پر مهال وشي.

د پیسکوف په وينا، کریملین غواړي د دواړو لوریو ترمنځ خبرې وشي خو دا هر څه په‎دې پوري ده چې مقابل لوری څه وايي او کوي.

ټاکل شوې ده د نوومبر مياشتې په۱۱مه نېټه د هغو ټولو هېوادونو چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې يې رول درلود، مشران په فرانسه کې د دغې جګړې د پای ته رسېدو د کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده ټرمپ او پوتين په سینګاپور کې د نوومبر له ۱۱مې تر پنځلسمې د ختيځ اسيا په سرمشريزه کې ګډون وکړي او همدا راز په بوينس ايریس او ارجنټينا کې هم د جي شل په سرمشريزه کې ګډون وکړي چې د نوومبر په دېرشمه نېټه پيلېږي.