د ممبي اقتصادي غونډه د افغانستان، هند او امریکا په همکاري جوړېږي

ټاکل شوې ده شااوخوا دوه اوونۍ وروسته په هندوستان کې د افغانستان د سوداګرۍ او تجارت او په دغه هېواد کې د پانګونې په اړه د سلګونو سوداګرو يوه اقتصادي غونډه جوړه شي.

په هندوستان کې د افغانستان سفير شیدا محمد ابدالي په‎دې اړه ازادي راډيو ته داسې وويل:

"دا ناسته په ممبي کې چې د هندوستان د تجارت مرکز دی، جوړېږي چې تقريباً تر ۲۰۰ افغان سوداګر به په‎کې ګډون کوي او د هند، امريکا او نورو هېوادونو څخه به هم سلګونو پانګه‎وال اشتراک کوي."

ښاغلی ابدالي وايي، د دې غونډې هدف دا دی چې د هندوستان او نورو هېوادونو پانګه‎وال په افغانستان کې له سوداګريزو فرصتونو خبر شي.

ټاکل شوې ده د افغانستان اجرائيه رئيس او یو شمېر وزيران هم په‎دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه د افغانستان، هندوستان او امریکا په ګډه همکاري جوړېږي.