تر ۵۰ د ډېرو قاچاق کوونکي دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي

د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې تر ۵۰ ډېر قاچاق کوونکي له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او دوسیې یې د څېړلو په حال کې دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا ازادي راډیو ته لېږل شوي راغلي چې ۵۶ کسان چې څلور يې ښځې وې د اسد په میاشت کې د نشه‎يي موادو د ۳۹ قضیو په تړاو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي او دوسيې یې د څېړلو په حال کې دي.

له ۵۶ نیول شوېو کسانو سره ۶۴کیلو ګرامه هیروئین، ۲۴۰کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه ۸۷۷ کیلو ګرامه چرس، ۱۷کیلو ګرامه شیشه، ۲۸۳ ټابلېټ «K» ګولۍ او ۱۴ زره کیلو خاشخاش نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د روان شمسي کال د سرطان په میاشت کې ۵۷ قضیې له ۷۷ تورنو کسانو سره دې مرکز ته استول شوي دي.