د تخار ولایت محلي چارواکو د تېرې یکشنبې په ورځ د دې ولایت درقد ولسوالۍ ته نژدې له تاجکستان سره د ګډې پولې پر صفري کرښه باندې د تاجکستان یا روسیې د جنګي الوتکو د بمبارۍ خبر ورکړ.
محلي چارواکي وايي چې دا هغه سیمې دي چې هلته د نشهيي موادو قاچاق کوونکي اوسېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله د نشهيي موادو د قاچاقو په اړه وايي چې په ځينو سرحدي سيمو کې له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې ګڼ شمېر ستونزې شته.
په دې اړه نور: د تاجکستان یا روسیې یوې جنګي الوتکې په تخار کې بمباري کړېد کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د افغانستان په شمال کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره پر ګډه پوله د نشهيي موادو د قاچاق ستونزه مني، خو زياتوي چې افغان ځواکونه، په ځانګړي توګه له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړي پولیس تل پهدې سیمو کې د مافیايي ډلو او نشهيي موادو د قاچاق کوونکو پر ضد عملیات کوي.
ښاغلی دانش زیاتوي، افغان امنيتي ځواکونو یوازې په روان کال کې پهدې سیمو کې لسګونو ټنه نشهيي مواد او قاچاق کوونکي نیولي دي.
دانش وايي:
"له نشهيي موادو سره د مبارزې معینیت د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي. دا معینت شپه او ورځ په هېواد کې دننه او سرحدونو باندې د نشهيي موادو او قاچاق کوونکو پر خلاف فعالیت کوي. داسې لسګونو پېښې شته چې افغان ځواکونو قاچاق کوونکي له نشهيي موادو سره یوځای نیولي دي. هغه هېوادونه چې موږ ګډه پوله ورسره لرو، طبيعي خبره ده چې هلته ستونزې شته."
د افغانستان له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د سیمې هېوادونه له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې لازمه همکاري نهکوي.
دا وزارت له همدې امله غوښتنه کوي چې دا هېوادونه باید له افغانستان سره د دوه اړخېزو تعهداتو د عملي کولو ترڅنګ په نړیوالو کنوانیسیونونو کې هم پر خپلو ژمنو ودرېږي، څو افغانستان ته د کیمیاوي موادو د ټرانزیټ مخه ونيول شي.
په افغانستان کې د ناټو پخوانی مشاور او سیاسي کارپوه محمد شفیق همدم له نشهیي موادو سره د مبارزې په برخه کې د مرکزي اسیا هېوادونه له دې امله پړ بولي چې د نشهيي موادو پرضد مبارزې په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاري نهکوي.
دی زياتوي چې د امریکا متحده ایالتونه او ناټو د مرکزي اسيا هېوادونو، په ځانګړي توګه تاجکستان ته له نشهيي موادو سره د مبارزې لپاره په کال کې لسګونه میلیونه ډالر ورکوي.
د ښاغلي همدم په باور د مافیايي ډلو ترڅنګ د مرکزي اسیا ځیني سیاستوال هم د نشهيي موادو په قاچاقو کې لاس لري.
همدم وايي:
"یوازې د امریکا متحده ایالتونو په تېرو څو کلونو کې له تاجکستان سره دوه سوه میلیونه ډالر مرسته کړې ده. دغه ډول ناټو او اروپايي اتحادیې هم له مرکزي آسیا څخه اروپا ته د نشهيي موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې مرسته کړې ده، خو تر اوسه تاجکستان د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې نه دې عملي کړې او پهدې برخه کې ناکام دی، ځکه چې د تاجکستان سیاستوال د نشهيي موادو په قاچاقو خپله لاس لري. په ورته وخت کې د تاجکستان د عایداتو درېیمه برخه د نشهیي موادو له قاچاقو څخه تر لاسه کېږي."
تاجکستان له افغانستان سره ۱۴۰۰کیلومټره ګډه پوله لري. د محلي چارواکو په خبره تخار ولایت د خلکو د تګ راتګ، د وسلو د انتقال او دواړو هېوادونو تر منځ د نشهيي او کېمیاوي موادو د قاچاقو لاره ده.
د ښاغلي همدم په باور له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې د طرزالعمل او پياوړي سیاسي ارادې نشتوالی د دې لامل شوی چې بهرنۍ مافیايي ډلې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر منځ په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي او په نتيجه کې له افغانستانه نشهيي مواد لومړی دې هېوادونو او بیا له هغه ځایه اروپا ته قاچاق شي.
راپور: مرسلین ارسلا
دا راپور په غږ کې هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5