په پکتیکا ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نیول شوي نشهيي مواد وسوځول شول.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي شېرپاچا اُرګوني د نشهيي موادو د سوځولو پر مهال وویل، پهدې وروستیو میاشتو کې افغان ځواکونو، په ځانګړي توګه له نشهيي موادو سره د مبارزې پوليسو د دې ولايت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۹۰ کیلو ګرامه چرس، یو کیلو او ۲۲۵ګرامه تریاک، څه د پاسه یو کیلو ګرام هیروئین، ۱۶۶ ګرامه مورفین، ۱۷لېټره الکولي مشروبات او څه اندازه خاشخاش نیولي دي.
نوموړی وايي:
"دا نشهيي مواد له قاچاق کوونکو او استعمالوونکو سره يو ځای نیول شوي او تاسو یې ګورئ چې سوځي. دا پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ولري، موږ له نشهيي موادو سره مبارزې ته ژمن یو."
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې د کوکنارو او نورو نشهيي موادو کښت صفر شوی او ټول نیول شوي نشهيي مواد له نورو ولایتونو څخه پکتیکا ته قاچاق شوي وو.