بختیار: په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

خلیل بختیار

افغان ځواکونو په تېره یوه میاشت کې په لسګونو ټنه نشه‎يي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎یي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار رسنیو ته وویل، افغان ځواکونو د روان شمسي کال د اسد په میاشت کې د ۲۹۴ عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر ۶۲۵ ټنو ډېر نشه‎يي مواد نیولي چې په‎دې نشه‎يي موادو کې هیروئین، تریاک، چرس، کېمیاوي مواد او الکولي مشروبات شامل وو.

ښاغلي بختيار زیاته کړه چې د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۵۹کسان هم نیولي دي.

په نیول شوېو کسانو کې درې پولیس، د ملي پوځ درې سرتېري او د ملي امنیت دوه کارکوونکي هم شامل دي چې د نشه‎يي موادو په قاچاقو کې یې لاس درلود.