ویلدرس: د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونو د سیالي پلان لغوه کوم

خیرت ویلدرس

د هالنډ ښې اړخي افراطي سیاستوال خیرت ویلدرس ویلي، د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونو هغه سیالي چې ده یې د جوړولو پلان درلود لغوه کوي، څو خلک د ده په وینا د اسلام پالو د تاوتریخوالي قرباني نه شي.

نوموړي پرون ماښام وروسته له هغې په دې اړه یو بیان خپور کړ چې د پاکستان په لاهور ښار کې تر لسو زرو زیاتو کسانو د نوموړي د دې پلان پر ضد مظاهره وکړه او همدارنګه د افغانستان په شمول د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو له هالنډي چارواکو وغوښتل چې دا افراطي سیاستوال دې له خپل پلانه راوګرځوي.

ویلدرس چې یو لانجمن شخص بلل کيږي، د اسلام پیغمبر ته د منسوبو کارتونو سیالي په داسې حال کې لغوه کوي چې ورته د وژنې څو ګواښونه هم شوي دي.

څو ورځې وړاندې یو کس د هالنډي پولیسو له خوا په دې شک نیول شوی چې ګوندې غوښتل یې ویلدرس ووژني.

تيره اوونۍ د هالنډ صدراعظم د خیرت ویلدرس له دې پلانه د خپل حکومت پر جلا والي ټینګار وکړ او ویې ویل، دا هغه څه نه دي چې ګوندې دې هالنډ حکومت دې په کې لاس ولري، خو په عین حال کې یې څرګنده کړه چې د خیرت ویلدرس د بیان د ازادۍ مخه نه شي نیولی.